Banner

ديار غمه

11.10.2007 18:34

تانه چه اوزګارشمه ديارغمه
خلک راته وايي چه اوزګارغمه
زه چه وم تنها په کومولاروکښې
 ته وې راسره په   هره لار غمه
تاهم تنها پرېښودم او لاړلې
 داسې دې خدای څوک نه کړي بې يار غمه
 مونږ خو  د روزګار غمونو اوخوړو
 ځان ته چرته اوګوره اوزګار غمه
نن ددې خبرې جواب ته راکړه
څرنګه څوک جوړ شي د چا يار غمه
تۀ خو داسې لاړې چې بس لاړلې
زۀ   ولي يم ستا په انتظار غمه           

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.